ډیټا ساینس څه شی دي ؟

Original article was published by Imran Farhan on Artificial Intelligence on Medium


ډیټا ساینس څه شی دي ؟

د انسان د پیدایښت سره سم، معلومات او د هغو څخه استفاده پیل سوې ده. هغه انسانانو چي د میلاد څخه یې زرګونه کلونه مخکي ژوند کاوه، د معلوماتو څخه په استفادې په خپل ورځني ژوند کي مثبت بدلونونه راوستل. لکه د یوې سیمي څخه بلي ته کوچېدل، د ښکار کولو لپاره پلان جوړول، او نور. ډیټاساینس په دې وروستیو کي د نړۍ یو له په زړه پوري او ډېر غوښتل سوو علمي څانګو څخه شمېرل کېږي. د ډېټا مسلکیان په دې پوهېږي چي دوی باید پر زیاته اندازه معلوماتو باندي کار وکړي تر ځو په هغو کي د خپلي مؤسسې لپاره اړین رازونه پیدا کړي. اوس خبره داده چي دا ډېټا ساینس اصلا څه شي دی؟

د ډ.ساینس نوم هغه وخت پر ژبو عام سو کله چي د ۲۰۰۸م کال په رارسېدو سره کمپنیو دا درک کړل چي دداسي مسلکیانو شتون ته اړتیا ته ده چي وکولای سي زیاته اندازه معلومات منظم او تحلیل کړي. موږ کولای سو ډېټا ساینس په لا مشخصو ټکو داسي تعریف کړو: “ډ. ساینس د معلوماتو ترلاسه کولو، پوهېدلو، پروسیس کولو، له معلوماتو څخه مفهوم اخیستلو، د معلوماتو ښکاره کولو، او د معلوماتو د کیندلو وړتیا ته ویل کېږي” هال واریان

په لوړ تعریف کي څو وړتیاوو ته اشاره وسول لکه د معلوماتو تنظیم، په هغو پوهېدل، د هغو ښکاره کول او … چی دا هر یو یې ځانته خورا لوی بحث لري. خو د ټولو موخه کولای سو په ډېرو لنډو ټکو کي سره یوځای کړو: د ډېټا تر لاسه کول او وروسته د هغه څخه خپل د موخي اړوند مفهوم او پایله اخیستل، ډ. ساینس دی.

دا هرڅه څه معنی لري؟

راسئ په یوې ډېري ساده بېلګي کي یې واضح کړو. فرض کړئ تاسي غواړئ د یو شرکت پرمختګ اټکل کړئ چي یو ټاکلی شرکت به په یو معین وخت کي څومره پرمختګ وکړي؟ او تاسي دا په داسي حال کي کوئ چي تاسي په راتلونکي نه یاست خبر. د ډېټاساینس علم او تخنیکونه ستاسي سره مرسته کوي چي دا ستونزه حل کړئ. په لومړي ګام کي تاسي ځئ او د ډېرو نورو شرکتونو په اړه معلومات راټولوئ. وروسته هغه معلومات په داسي ډول ترتیبوئ چي هغه ځانګړنه یې لکه سرمایه، د پیل نېټه، ځای او نور، د تحلیل وړ وي. تاسي په دې معلوماتو کي هغه پټ رازونه کشفوئ چي ستاسي سره مرسته وکړي تر څو د یو شرکت د پرمختګ اټکل وکړئ. دا کار تاسي هغه وخت کولای سئ چي تاسي معلومات په داسي ډول ښکاره کړئ چي انسان ته د پوهېدلو وړ وي. کله چي مو د معلومات څخه مفهوم تر لاسه کړ، تاسي ته به هغه فکټورونه ډېر واضح وي چي د یو شرکت پر بریا مستقیمه اغېزه کوي. په پایله کي د نوي شرکت ځانګړني د هغو فکټورنو سره ګورئ او خپله پرېکړه کوي.

ډیټا ساینسپوهان څه کوي؟

په تېره لسیزه کي شرکتونو او ادارو ته ډ. ساینسپوهان ډېر اړین سول او اوس نژدې په تولو مؤسساتو کي دوی شتون لري. دا هغه خلک دي چي د ټکنالوژي څخه په استفادې، په معلوماتو کي پېچلي رازونه او مفاهیم پیدا کوي. که ددې تر څنګ یو ډ. ساینسپوه په پوهولو راپوهولو او رهبریت کي هم تکړه وي، بیا نو یو سازمان هیڅ بهانه نسي پیدا کولای تر څو دا کس له لاسه ورکړي.

د ډ. ساینس اړوندو چارو د سرته رسولو لپاره ځیني نامتو ټکنالوژۍ سته چي له هغو څخه یې Python، R، Apache Hadoop ډېر زیات کاروونکي لري.

ولي یو ډیټا.ساینسپوه سم؟

د Glassdoor لخوا ډېټا ساینسپوه کېدل په نړۍ کي تر ټولو غوره دنده ګڼلې ده. لکه څنګه چي ډېټا ورځ په ورځ په بې ساري ډول ډېرېږي، نو ددې معلوماتو د تنظیم او تحلیل کولو لپاره مسلکي کسانو ته اړتیا ډېرېږي. حتا ډېر کوچني سازمانونه به هم د خپلو معلوماتو د سمبالولو لپاره ډ. ساینسپوه ته اړتیا ولري تر څو تېرو معلوماتو ته په خپلي ګټي له خطره وساتي